په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د تېرې شپې واورې ورښت او توپان له کبله د سالنګونو لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حقشناس وايي، نن سهار هم واوره اورېده او په ځینو برخو کې توپاني بادونه هم چلېږي. ښاغلی حقشناس وايي، د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي په سیمه کې دي او هڅه کوي، تړل شوې لار پرانیزي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د سالنګونو تر څنګ...
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي وايي، له روسیې سره د څلور کلنې جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵۵ زره اوکراییني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي. زېلینسکي دا شمېر د چهار شنبې پر ورځ له فرانسوي ټلویزیوني چېنل فرانس ۲ سره په یوه مرکه کې یادې کړې. هغه زیاته کړه چې ډېری کسان په رسمي ډول بې درکه بلل شوي دي.
ایران و ایالات متحده قرار است امروز در عمان مذاکراتی حساس و سرنوشتساز برگزار کنند. عباس عراقچی، وزیر خارجه ایران که ساعاتی پیش به همراه هیئتی برای انجام این مذاکرات وارد مسقط، پایتخت عمان، شد با استیو ویتکاف، فرستاده ویژه دونالد ترامپ و جارد کوشنر، داماد آقای ترامپ مذاکره خواهند کرد. این دیدار پس ازسرکوب خونین اعتراضاتی گسترده در ایران برگزار میشود. سرکوبی که باعث شد آمریکا پیش از برگزاری...
اوکرایين او روسیې د امریکا په منځګړیتوب په ابوظهبي کې له دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته د جګړې بندیانو او ملکي وګړو یوه کمسارې تبادله وکړه. په دې تبادله کې ټولټال ۱۵۷ اوکراینیان، چې اووه تنه یې ملکي وګړي وو او ۱۵۷ روسي پوځیان خپلو کورونو ته ستانه شول. دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړنۍ دغه ډول تبادله ده.
